ولې امریکا د افغاني طالبانو یو لیډر مړ نه کړو
لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک

 
د امریکا بې پیلوټه الوتکې همیشه هغه اهداف تر بمبارد لاندې نیسي کوم چې ورته د ( آی اس آی ) له خوا نه ور په ګوته کیژی او دقیق کوردینات ېې ورکوي ، په داسې حال کې چې په قبایلي سیمو کې د القاعدې په سلهاوو تنه عرب اجیر القاعذه قوماندانان او مشران د الظواهري په شمول تخریبګرانه او تروریستی فعالیت کوې خو یوه ورځ امریکا تر بمبارد لاندې ونه نیول همدا رنګه موږ وینو چې هلته دافغنستان له پاره د تروریستي انتحاریانو او دتروریستی قاتلینو مراکز په دقیق ډول د امریکا یانو سره موجود دی خو یوه ورځ نه هغه مراکز او نه افغانی طالبان تر بمبارد لاندې ونه نیول شول ددغو دلایل ډیر په اختصار تاسې لوستونکو ته لیکم .
پاکستان الظواهری او نور عربي قواندانان په خاطر ددې امریکا ته په لاس نه ورکوي چې دیوې خوانه د پاکستان له پاره ډیر مفاد راوړې او ددوی نه پا کستان ډیرې نقدی پیسې اخلی ، دغه نقدي پیسې د تریاکو - هیرویینو - چرسوه - قیمتي ډبرو -وسلو د قاچاقه تر لاسه کوي اوپاکستان د عربستان سعودي - قطر - کویت - دوبۍ  نه ډیرې پیسې ددوی د ساتنی  او تربيي په خاطر چې هلته ېې ځای ورکړۍ تر لاسه کوي.
پاکستان د امریکا نه ددوی د ساتنې په خاطر په ملیاردو ډالر تر لاسه کوي ، ځکه امریکا دیوې خوانه د افغانستان حکومت ورباندې تهدیدوي او دبلی خوانه ، هندوستان ورباندې تهدیدوی - او دبلې خوانه د افغانستان دننه دامریکا او غرب په مجموع کې دشمنان ورباندې وژني او د اسیای جمهوریتو او روسېې اسلامی جمهوریتو لکه تاتاریستان - انګوشیتې - چیچین  - کباردینه بلکارې او دچین ایغورانو او تجزیه طلبانو  وغیره ته د تخریباتو او تحریکاتو لمنه پراخوي .
امریکا په افغانستان کې دوی ته وسلې - مهمات - تیل - خوراکي مواد - نقدې پیسې -لباسونه خلاصه هر څه ورکوي او ورته وايی چې د کرزي د حکومت په ضد همیشه انتحاری حملات-تروریستی حملات تنظیم کړۍ ، که امریکا غوښتلای چې افغانی طالبان صلحې ته یا تسلیمیدو ته مجبور کا نو ددوی د شکست له پاره یوه هفته په کاروه او بس ،امریکا او پاکستان په پټه قرارداد لری او دهغو پر بنیاد امریکا پاکستان ته په ملیاردو ډالر ورکوي او په مقابل کې پاکستان په طالبانو د افغانستان او هندوستان حکمتونه تهدیدوي او همیشه ددوی حرکات او فعالیتونه د سټلایټو له لارې چې په ډله ایزه توګه په موټرسایکلو سواره وي د تلویزیونو په پرده خلکو ته ښيي  حتي دضرورت په وخت کې ېې دتروریستي بریدو په خاطر په خپلو طیارو او هلیکوپترو کې د جنګ میدان ته د افغانستان د ننه طالبان انتقالوی ، مجلسونهورسره کوي - مشورېورکوي او دساتیر ورکوي ، همدا وجه ددې باعث شوې ده چې طالبان ( مربي داري مربا بخور ) امریکایان او انګریزان ېې تر شاه ولاړ دی او همیشه د افغانستان امنیتي وضع ته ددوی له طریقه ګواشونه کوي مثلا که ( د امریکا سره امنیتي قرارداد امضا نه شي امریکا مکمله وزي او بیا به ووینۍ چې طالبان په څو ساعتو کې دکرزي حکومت ته سقوط ورکوي ) او اساسي علت ېې هم داد دی چې په وسله وال پوځ کې ددوی تعداد ډیر دی او په عین زمان کې ېې اجباری دمکلفیت دوره نه ده چې سرباز وویریژي ګویا که وظیفه پریږدو نو زموږ پلار او مور دولت جریمه او مجبوروی چې زامن عسکرۍ ته ولیږي .
که داسې نه وه او نه ده نو ولې ېې په قطر کې ورته دفتر خلاصولو - ولې د کوټې شورا ته ځای ورکړۍ او مصارف ېې ورکوی -او ولې ېې په پاکستاني بندیحانو کې ساتلی دی همدا رنګه حقانی - ملاعمر - حکمتیار ته نقدې پیسې ورکوي - وسلي ورکوي - اکمالات ورته کوي او همیشه ېې نمایندګان ( استخبارات ورسره ) ملاقاتونه تنظیموي ، که داسې نه ده تاسې ما ته ووایاست چې تر۳۰۰۰  متره مځکه لاندې امریکا د خپلو سپوږمکیو په ذریعه د روسانو او چین تحت البحرۍ او راکټونه تر نظر لاندې لري ، نو دغه مهم کسان او دطالبانو رهبران - مخالفین - قوماندانان - جهادی څیرې یا انتحاریون وغیره په یوه هفته کې د خپلو نمایندګانو په ذریعه چې هره رځ ورسره شراب خوري یا ډوډۍ خوري نه شي ترورولای . بلکل ېې په دیره آسانۍ سره  وژلۍ شي ، خو امریکا او غرب قصدا دوی نه وژني ځکه بیا زموږ خلکو ته د پاتیکیدو دلایل نه لري او بل داچې نوروهیوادو ته هم بهانه نه شي پیدا کولای ، او تر هر څه نه مهمه خبره داده چې غرب په راس کې ېې امریکا خپلو اهدافو ته نه ده رسیدلې ، غرب هیڅ نقص یا تاوان په جنګ کې نه دی کړۍ ، که دکال ۲۰۰ بلیونه ډالره مصرفوی بیرته دوی د متحدینو نه ( لکه جاپان - کوریا - عربو - او هیرویینو - تریاکو - چرسو- وسلو او انسان - یورانیمو او نورو قیمتی ډبرو له درکه درۍ -څلور چنده مفاد تر لاسه کوي ـ باور وکړۍ که غرب ته د اقتصادی لحاظه تاوان رسیدلای یوه ورځ نه پاتیکیدل ، لکه روسانو چې د اقتصادی لحاظه زور ونه رسیدو او هر څه ېې په خان قبول کړل او عقب نشینی ېې وکړه ، اګر چې مجاهدین او دهغو تکنوکرات مرتجع  افغانان په غرب کې اجیر او مزدور کسان وايي چې روسانو ته موږ شکست ورکړو ، چې حقیقت داسې نه وو او نه دی ( روسانو د پطرو دالر سره نوره مقابله د اقتصادی لحاظه نه شوای کولای ) که څوک خوشحالیژی یا خفه کیژي دا یو تریخ حقیقت وو .
وطندارانو نور مو سر مه خوږوۍ ( غرب نه وزي - طالبان او حکمتیار او حقانی در باندې په زور مني تر څوددوی اصلي مزدوران په حکومت کې همیشه ددوی افساري غلامان موجود وي ) له همدی خاطره کرزي شاه د امریکایانو په امر همیشه واېې طالبجانه - ورورجانه ـ خدای دراوله وغیره ، اوس لنډه او ګنډه امنیتی قرارداد ورسره بیدون له چون او چرا امضا کړۍ ،خکه اوس ېې تر ۰............ ) در ننه ایستلای دی ، خدای موابدی خفه کړه زما په بدو لیکنو ، چې دامریکا په مزدورۍ او د پاکستان  او ایران او عربستان په نوکرۍ نه خفه کیژۍ نو زما په بدو الفاظو مو خدای زره وچووه .   





November 3rd, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
علمي و معلوماتي